د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې چارواکو د مې په ۲۹مه نېټه وويل چې د سوريې د حکومت ضد وسله وال په همدې ورځ د دمشق له شمال ختيځ څخه ووتل.
د سوريې خبري رسنيو د دمشق ولايت والي په قول خبر ورکړی چې د ۴۵۵ وسله والو په ګډون څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه په همدې ورځ د دمشق له شمال ختيځ څخه د سوريې په شمال کې د حکومت ضد وسله والو د کنټرول سيمې ته رسېدلي دي.اوس د وسله والو اډې په عمده توګه دمشق ته نژدې په ختيځ ګوتا کې پراتې دي.د روسيې،ترکيې او ايران له موافقه ليک سره سم ختيځ ګوتا په سوريه کې د شخړې درجې د ټيټېدو له ۴ سيمو څخه يو دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |