CRI Online

نړيوال اقتصادي فورم:ايران په نړۍ کې د سيلانيانو لپاره يو ارزانه هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 10:41:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران خبري اژانس د مې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې نړيوال اقتصادي فورم په مې کې د يو راپور په خپرولو سره وويل چې ايران په نړۍ کې د سيلانيانو لپاره يو ارزانه هېواد دی او د بهرنيو سيلانيانو لپاره ايران هم يو خوندي ملت دی.

د خبر له مخې،نړيوال اقتصادي فورم په ګردې نړۍ کې د سيلانيز لګښت،بنسټيزو تاسيساتو،عامه خدمت او د ټرانسپورټي امنيت په اړه د سيلانيزو هېوادونو حالات ارزيابي کړي او په پای کې يې له دې ازموينې سره سم يو ليست جوړ کړی دی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای