CRI Online

د روسيې کارپوه:د شانګهای همکارۍ سازمان کې د هند او پاکستان ګډون به د دې سازمان پټ توان راښکاره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 11:10:16

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې او چين د نوي ډول دوه اړخيزو اړيکو ته د ننوتلو په نوم ۳مه نړيواله غونډه د مې په ۲۹مه نېټه په مسکو کې تر سره شوه.د روسيې د کارپوهانو او چارواکو په اند د شانګهای همکارۍ سازمان کې د هند او پاکستان ګډون به د دې سازمان همکاريز پټ توان په لاښه توګه ولوبوي.

د ياد سازمان سرمنشي علي موف په خپله وينا کې وويل چې په دې سازمان کې د هند او پاکستان تر ګډون وروسته به د دې سازمان اقتصادي فعاليتونه زيات شي.د روسيې د بهرنيو چارو وزير مرستيال ايګوري مورګولوف وويل چې دا يوه تاريخي پرېکړه ده.د روسيې او چين او د نورو همکارانو د ګډو کوښښونو له امله د شانګهای همکارۍ سازمان په سياسي،امنيتي او کولتوري برخو کې يو اغېزمن ميدان دی او نړيوالې ټولنې ته د منلو وړ دی.

د ۲۰۱۶ کال په جون کې په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمشريزې غونډې په وخت کې په دې سازمان کې د هند او پاکستان د ګډون په اړه يادښت لاسليک شوی و.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای