د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريټانيا صدراعظمې تېريسا ماري مې د مې په ۲۹مه نېټه وويل چې که په خبرو اترو کې له اروپايي ټولنې څخه موافقه ليک تر لاسه نه کړي،بريټاليا به بيا هم له دغې ټولنې څخه ووځي.
تېريسا ماري مې دغه خبرې د مخالف ګوند يعنې د کارګرو ګوند له مشر جريمي کوربن سره د بريټانيا د عمومي ټولټاکنو په اړه په تلويزيوني پروګرام کې وکړې.دواړو خواوو د همدې ورځې په شپه په جلا جلا توګه د ترهګرۍ پر ضد،له اروپايي ټولنې څخه د بېلېدو،کډوالو،اقتصاد،طب او د ټولنيز ضمانت په اړه د نندارچيانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل،خو مستقيم بحث يې نه کاوه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |