CRI Online

په جرمني کې د چين سفير: جرمنۍ ته د چين صدر اعظم لي که چيانګ سفر به د چين او جرمني ترمنځ د همکارۍ نوې ساحې پرانيزي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 12:05:13


د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې له ۳۱مې نيټې نه د جون تر لومړۍ نيټې پورې به د چين صدر اعظم لي که چيانګ جرمنۍ ته سفر وکړي او د دغه هېواد له لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل سره به د دواړو هېوادونو د صدر اعظمانو ترمنځ کلنۍ کتنه وکړي. په جرمني کې د چين سفير ښاغلي شه مينګ ده په جرمني کې د صدر اعظم لي که چيانګ سفر د عمده دندې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د راتلونکې همکارۍ په اړه د سي ار ای راډيو خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

روان کال د چين او جرمني ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۵ مې کليزې سره برابر دی. سفير شه مينګ ده څرګنده کړه: نژدې ۵ کاله تېر شوي چې هغه په جرمنۍ کې د چين سفير په توګه دنده تر سره کړې ده. هغه پوره ۴۵ کاله دمخه د چين د بهرنيو چارو په وزارت کې شامل شوی او د جرمنۍ په اړه يې په خپل کار پيل کړی دی. ويل کېږي چې هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ عيني شاهد دی. هغه وويل:

( لومړی اواز)

له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختګ که څه هم له ځينو خنډونو او ستونزو سره مخامخ شوی، خو عموماً يې په سالمه او اغېزمنه توګه زياتې لاسته راوړنې موندلې دي. په تېره بيا تر دې وروسته چې په ۲۰۱۴کال کې د چين او جرمني حکومتونو د ستراتيژيکې همکارۍ د هراړخيزو اړيکو ټينګښت پرېکړه کړې، زموږ ترمنځ اړيکو په بېلا بېلو ساحو کې واقعي او ستر پرمختګ کړی دی. دغه ځل په جرمني کې به د صدر اعظم لي که چيانګ يو مهم کار دا وي چې له تېرو ۴۵کلونو راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پرمختيايي بهير يادونه وکړي او په راتلونکې کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ ساحې او لوری وټاکي.

سفير شه مينګ ده داسې معلومات ورکړل: د اروپايي وضعيت د پيچليتوب او په نړۍ کې د ناثابتو عواملو د زياتېدو په حال کې جرمني ته د صدر اعظم لي که چينګ درېيم رسمي سفر نه يوازې د چين او اروپا، بلکې د چين او المان ترمنځ د اړيکو پرمختګ لپاره ستر اهميت لري. دغه سفر هم دواړو خواوو ته يو قيمتي فرصت برابروي چې ټولې نړۍ ته د اقتصادي چارو د جهاني کېدو بهير، د سوداګرۍ ازادېدو او انساني کېدو د پرمخبيولو په اړه ګډه اراده وښيي. ښاغلي شه څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو مشران به د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د شاملېدو هوکړه ليک د ۱۵مې مادې د پلې کېدو په اړه د نظريو تبادله وکړي. هغه وويل:

( دوهم اواز)

لومړی، دوی بايد د سوداګرۍ نړيوال سازمان اړوندې وظيفې پوره کړي چې دا ډېر مهم کار دی. پر همدې مهال موږ هم غواړو چې د متقابل درناوي او مساوي ډيالوګ له لارې له اروپايي ټولنې سره سوداګريز اختلافونه حل کړو. دا به د دواړو خواوو په ګټه نه وي، که کومه خوا يو اړخيز تدبيرونه نيسي او يا سوداګري ساتونکې لارې چارې لاس پورې کوي. دا کټ مټ حقيقت دی چې د چين لخوا د ورخلاصون ګامونه ورځ په ورځ چټکېږي.

سفير شه مينګ ده زياته کړه چې اوس په چين کې څه دپاسه ۸۲۰۰جرمني تصدۍ خپلې چارې تر سره کوي او په جرمنۍ کې کابو ۲۰۰۰ چيني شرکتونه هم ليدل کېږي. که څه هم د همکارۍ په ترڅ کې ځيني توپيرونه رامنځته کېږي، خو په چين کې د جرمني تصديو ګټې لا نورې هم زياتېږي او چيني تصدۍ هم د جرمني خلکو ته زيات کاري فرصتونه برابروي. له دې څخه څرګندېږي چې د همکارۍ پراختيا د متقابلو ګټو د تر سره کېدو يوازنۍ لاره ده.

د ښاغلي شه په قوله په نړۍ کې د چين او جرمني لخوا د ګډ پرمختګ کافي ځای موجود دی. چين او جرمني بايد نه يوازې د خپلمنځي همکارۍ ميکانيزم بشپړ کړي، بلکې د خپلې مفکورې محدوديت دې مات کړي څو چې د چين او جرمني ترمنځ همکارۍ لا نورې هم پراخې او ژورې شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای