CRI Online

د عراق صدراعظم د موصل له جنګي سيمو څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 15:22:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د عراق صدراعظم او د ځواکونو عمومي قوماندان حيدر العبادي د مې په ۲۹مه نېټه د موصل لوېديځ کې له جنګي سيمو څخه ليدنه وکړه.هغه وويل چې په موصل کې د داعش پر ضد مبارزه وروستۍ پړاو ته رسېدلې ده.په عين وخت کې به د روژې په موده کې د عراق حکومتي ځواکونه د داعش تر کنټرول لاندې پر نورو سيمو بريدونه وکړي.

عبادي د همدې ورځې تر غرمې وروسته موصل ته ورسېد او د موصل په لوېديځ کې يې د عراق د امنيتي ځواکونو له قوماندان او د شيعه ګانو د ملکي ځواکونو له مشر سره وکتل.اوس لاهم د داعش پاتې شوي وسله وال د لرغونی ښار د مرکزي سيمې په ګډون ځينو سيمو کې عمليات تر سره کوي.

د م م د بشري چارو دفتر خبر ورکړ چې که څه هم اوس د موصل په لوېديځ کې د کلابندو کسانو شمېر معلوم نه دی،خو په راتلونکو څو ورځو کې به کابو ۲۰۰ زره تنه له دې سيمې څخه ووځي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای