د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د برازيل د ملکي دفاع څانګې د مې په ۲۹مه نېټه خبر ورکړ چې په دې وروستيو ورځو کې د برازيل په شمال ختيځ کې د سختو سيلاوونو له امله لږ تر لږه ۷ تنه وژل شوي او څه نا څه ۴۸ زره تنه بې کوره شوي دي.
د برازيل ولسمشر ميکايل تمير د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه حکم ورکړ چې اړوند ادارې دې مصيبت ځپلو سيمو ته بشري مرستندويه ډلې واستوي.هغه ژمنه وکړه چې د دغه هېواد په شمال ختيځ کې د سيلاوونو د مخنيوي په اړه پروژو ته يې د يو مليارډ ۲۶۰ مليونو يوانو په ارزښت پورونه برابر کړي.د برازيل ريات شمېر سازمانونه هم مصيبت ځپلو سيمو ته د مرستندويه توکو پر لېږدولو بوخت دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |