CRI Online

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو څلورم سفر پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2017-05-30 17:29:07

د می په ۲۷ مه نېټه د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو څلورم سفر په شينجيانګ کې پای ته ورسيد او د فعاليت ۱۴ غړي يې چې له اوو هېوادونو څخه راغلي وو، خپلو هېوادونو ته ستانه شول. د سفر په موده کې دوی د بېجينګ له ولسي راډيو څخه ليدنه وکړه او د بېلابېلو هېوادونو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ، تبادلې، د يوه کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د پياوړتيا او داسې نورو موضوعاتو په هکله يې بحثونه وکړل، دوی د شينجيانګ د اروموچي له علمي او تخنيکي سيمې څخه ليدنه وکړه او د ځايي تصديو د ودې او توليداتو په اړه يې معلومات ترلاسه کړل او د يوه کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د صنايعو د همکارۍ د نويو چانسونو په اړه يې سلامشورې وکړې. دوی د شينجيانګ د بانجګو ښارګوټي ياوجانځه کلي ته سفر وکړ او د ځايي کلو د پرمختيايي حالت په اړه يې معلومات ترلاسه کړل. دغه راز دوی د شينجيانګ له مدرسې څخه هم ليدنه وکړه او د مذهبي، قومي، ښوونيز او کلتوري موضوعاتو په اړه يې د نظرونو تبادله وکړه.

د افغانستان د لغمان ولايت وياند سرحدي ځواک وايي، دغه سفر کې مې د چين چټک پرمختګ احساس کړ، هيله ده چې د توليدي توان په برخه کې د افغانستان او چين ترمنځ همکارۍ پياړوې شي او زيات غوره چيني تصدۍ افغانستان ته لاړې شي.

د ترکيې د اناتوليې اژانس د اقتصاد مولف بځتين ګولتاس وايي، که څه هم سفر لنډ و، خو د يوه کمربند او يوې لارې طرحې په اړه مې زيات معلومات ترلاسه کړي دي، دغه طرحه به د نړيوالې سولې لپاره ډېره ګټوره وي.

د اندونيزيامشهور فلمي دايرکترايمان بروتوسينو وايي، د شينجيانګ ښکلې منظرې او د ځايي کليو پرمختګ پر ما باندې ژورې خاطرې پاتې کړې دي.

د سوډان د عامو افکارو ورځپاڼې د سياسي چارو مولف اتح الرحمن البشير دفع الله الفاكي وايي، ډېره خوشحاله يم چې په دغه فعاليت کې ګډون کوم او د فعاليت په ترڅ کې مې د چين د بېلابېلو قومونو د دودونو، عادتونو او کلتورونو په اړه معلومات ترلاسه کړي او دغه معلومات د بهرنيو رسنيو له لارې نه شي ترلاسه کيدای.

د ورېښمو لارې په نوم چين ته د مشهورو شخصيتونو څلورم سفر د چين د نړيوالې راډيو، د بېجينګ د ښاروالي مطبوعاتي دفتر، د شينجيانګ اويغوري خودمختارې سيمې حکومت د مطبوعاتي دفتر او په اړوندو هېوادونو کې د چين د سفارتونو لخوا په ګډه سره جوړ شوی او موخه يې د چين په اړه د يوه کمربند او يوې لارې د اړوندو هېوادونو د مشهورو شخصيتونو معلومات زياتول دي.(زرينه)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای