د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بنګله ديش د هوا پېژندنې ادارې د مې په ۳۰مه نېټه وويل، د مورا په نوم توپان په همدې ورځ بنګله ديش ته رسېدلی، اړوند ارګان غوښتنه کړې چې د توپان تر اغېزې لاندې سيمو کې نږدې يو مليون اوسيدونکي دې خوندي سيمو ته ولاړ شي.
د يادې ادارې د خبر له مخې، د مورا په نوم توپان د بنګله ديش په جنوب کې د سمندر غاړې ته ننوتلی او ښايي د شمال په لورې روان شي. سمندر غاړې ته نږدې سيمو کې سخت باد او باران روان دي. ډول ډول بېړۍ په بندر کې بندې دي. د چيتانګ بندر او کوکس بازار د يو مليون په اندازه اوسيدونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خوندي سيمو ته ولاړ شي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |