CRI Online

د جنوبي کوريا ولسمشر مون جاين دغه هېواد ته د ساد سيستم د توغونکو الو د ليږدولو په اړه د جدي پلټنې غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-31 09:48:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبی کوريا ولسمشرۍ ماڼۍ د مې په ۳۰مه نيټه وويل، ولسمشر مون جاين حکم کړی چې دغه هېواد ته په پټه توګه د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم د ۴ ګرځندو توغونکو الو د ليږدولو په اړه دې پلټنه ترسره شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرمنشي يون يونګ چان وويل، اوس په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم له دوو ګرځندو توغونکو الو نه پرته، څلور نور ګرځنده توغندونکې الې هم په پټه توګه دغه هېواد ته ليږدول شوي دي. ولسمشر مون جاين د دې خبر په اورېدو سره حيران شوی او حکم يې کړی چې د دغې پېښې په اړه دې ښه پلټنه وشي.

د جنوبي کوريا د خبري رسنيو د خبر له مخې، دغه څلور ګرځنده توغونکې الې تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې جنوبی کوريا ته ليږدول شوې دي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای