CRI Online

د م م سرمنشي د بغداد چاودنو غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-31 10:02:06

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مې په ۳۰مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عراق په پلازمېنه بغداد کې د شويو چاودنو سخته غندنه وکړه او و يې ويل بريدګر بايد په نږدی وخت کې د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په دې اعلاميه کې راغلي، د روژې په موده کې دغه بريد سخته مرګژوبله اړولې ده. ګوتريس پر وژل شويو او ټپيانو خواشيني څرګنده کړې او د دوی کورنيو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي. نوموړي ويلی چې م م به په دوامداره توګه د ترهګرۍ ضد د مبارزې په اړه د عراق د حکومت او وګړيو له کوښښونو څخه ملاتړ وکړي.

د مې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه په بغداد کې دوه چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ۱۴ تنه ووژل شول او ۸۱ تنه نور ټپيان شول. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای