د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اساسي قانون څار شورا د مې په دېرشمه نېټه تائيد کړه چې د تازه پای ته رسېدلو ولسمشريزو ټولټاکنو پايله رښتينې ده. ولسمشر حسن روحانی به په مسلسله توګه خپله دنده پر غاړه واخلي او هغه به په راتلونکې اګست کې لوړه کړي.
د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت وياند سليمان ساماني په همدې ورځ خبر ورکړ چې ياد وزارت په همدې ورځ د دغه شورا د منښتې ليک تر لاسه کړ او د دغې شورا رئيس ايت الله احمد جنتي په دغه ليک کې ويلي چې دغه شورا د پلټنې له لارې تائيد کړه چې د ولسمشريزو ټولټاکنو پايله رښتينې ده.
د يو بل خبر له مخې، د ايران د لويې جرګې د رئيسه هئيت غړي احمد اميرابادي فراحاني وويل چې حسن روحاني به د اګست په شپږمه نېټه لوړه کړي او خپله دوهمه ولسمشريزه دوره به پيل کړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |