CRI Online

د فليپين په مالاوي ښار کې د جګړو له امله له سلو نه زياتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-31 10:56:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فليپين د اردو وياند ريستيتوتو پاديلا د مې په دېرشمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دغه هېواد په مالاوي ښار کې د حکومتي پوځ او د حکومت ضد وسله والو ترمنځ د جګړو له امله له سلو نه زياتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. هغه له وسله والو څخه غوښتنه وکړه چې ژر حکومت ته تسليم شي.

نوموړي وويل، چې ياده جګړه تر يوې اوونۍ پورې دوام درلود او د روانې مياشتې د نهه ويشتمې نېټې تر شپې پورې د شلو حکومتي سرتيرو او پوليسو، نولسو عامو وګړيو او پنځه شپيتو وسله والو په شمول يو سل او څلور تنه پکې وژل شوي. بر سېره پردې، دوه اويا تنه پوليس او سرتيري ټپيان شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې اوس په دغه ښار کې د ماوتي ګروپ له لوري د وسله والو د پاکولو عمليات روان دي او سر او مال ته د نورو زيانونو د مخنيوي په موخه يې له وسله والو څخه غوښتنه کړې چې ژر حکومت ته تسليم شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای