CRI Online

د قاره ويشتونکي توغندي د مخنيوي په اړه د امريکا د پوځ لومړۍ ازموينه بريالۍ شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-31 11:26:56

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د دفاع وزارت د توغندي ضد ادارې د مې په ۳۰مه نيټه اعلان وکړ، د قاره ويشتونکي توغندي د مخنيوي په اړه د امريکا د پوځ لومړۍ ازموينه بريالۍ شوه.

يادې ادارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا پوځ په همدې ورځ د ارام سمندر په مارشل ټاپوګانو کې له يو ازمويښتي ډګر څخه يو قاره ويشتونکی توغندی مودل وتوغولو، ور پسې يې د ډول ډول مالوماتو تر څارلو او شمېرلو وروسته د کاليفورنيا ايالت د هوايي پوځ له يوې اډې څخه يو مخنيوی نيوونکی توغندی وتوغولو. په فضا کې دغه مخنيوی نيوونکی توغندی وژونکې الوتکونکې وسلې ايستلې او په ويشتلو سره يې د ياد قاره ويشتونکی توغندی مودل په هوا کې ويجاړ او له منځه يووړ. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای