د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د مې په ۳۰مه نېټه وويل، چې د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره دې لازم تدبيرونه ونيول شي او په دې بهير کې زيات فرصتونه شته، نو هغه له نړيوالې ټولنې او د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو، سوداګرانو او اجتماعي ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د پاريس تړون د پلې کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
نوموړي په همدې ورځ د نيويارک پوهنتون د سټيرن په پوهنځي کې د اقليمي عمل : د ټولې نړۍ عمومي سمبالښت تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه او د اوريدونکو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. هغه وويل، چې اقليمي بدلون نه يوازې يو مستقيم ګواښ دی، بلکې د بې وزلۍ، بې کوره او د شخړو د سختېدو سبب هم ګرځي. تېر کال په ۱۱۸ هېوادونو او سيمو کې له ۲۴مليونو نه زيات کسان د طبيعي ناورينونو له امله له خپلو کورونو او کليو څخه جلا شوي دي. نو هغه د بېلا بېلو هېوادونو له مشرانو، سوداګرانو او اجتماعي ټولنو څخه غوښتنه وکړه چې د اقليمي بدلون له مخنيوي څخه ملاتړ وکړي. هغه په خپله وينا کې د شنه اقتصاد د پرمختګ په ساحه کې د چين د کارونو ستاينه وکړه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |