د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خبريالانو ټولنې د مې په ۳۱مه نېټه په خپله ويبپاڼه کې د ۲۰۱۶م کال لپاره د چين د مطبوعاتي چارو د پرمختګ راپور خپور کړ. دا درېيم ځل دی چې دغه ټولنه اړوند راپور خپروي.
دغه راپور د دغې ټولنې، د چين د مطبوعاتي، نشراتي، راډيويي او ټلويزيوني عمومي رياست او د چين د انټرنيټي مطبوعاتي دفتر لخوا ليکل شوی او په ۲۰۱۶م کال کې د چين د مطبوعاتي چارو د پرمختګ په اړه يې هراړخيزې پيژندنې پکې کړې دي.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۱۶م کال کې د بېلا بېلو ډولونو خبري رسنيو همغږي د چيني خبري رسنيو د پرمختګ عمده مطلب دی. د خپرونې يو نوی سيستم او د خبري رسنيو په اړه يو نوی جوړښت د جوړېدو په حال کې دی. د ۲۰۱۶م کال تر پايه پورې، په چين کې له ۲۲۰ زرو تنو څخه زياتو خبريالانو د مطبوعاتي خبريالۍ سند له ځان سره درلود.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |