د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې د ۳۱مې نېټې سهار شاوخوا په اتو بجو پنځه ويشتو دقيقو د کابل ښار په لسمه ناحيه کې د درنې چاودنې اواز وارېدل شو او د مرګژوبلې په هکله مالومات نه دي خپاره شوي. د لومړيو مالوماتو له مخې، د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپيان شوي.
په لسمه ښاري ناحيه کې څو بهرني سفارتونه، افغان حکومتي ارګانونه او نړيوالې ادارې پرتې دي. دا سږ کال په دې ښاري ناحيه کې لومړی بريد دی. د سينهوا اژانس فرعي څانګه هم د چاودنې تر اغېزې لاندې وه چې ودانۍ ښيښې تر يوې اندازې پورې ماتې شوې دي.
د دان ټلويزيون خبر ورکړ، د چاودنې له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپيان شوي دی. تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |