CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې ابادي به د منځني ختيځ مسئلې د حل لپاره ګټوره وي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-31 15:59:54


د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړی استای ګونګ شياو شنګ چې اوس له اسرائيلو او فلسطين څخه په ليدنه بوخت دی، د می په دېرشمه نېټه په فلسطين کې د چين په دفتر کې د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين د حکومت دريځ بيان کړ او پر دې يې ټينګار وکړ چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي به د منځني ختيځ مسئلې د حل و فصل لپاره د چين له مهمو خدمتونو څخه وګرځي.

د ښاغلي ګونګ شياو شنګ په قول، د تېرو دريو ورځو په سفر کې يې لومړی د اسرائيلو د بهرنيو او دفاع له وزارتونو او د کارپوهانو له ټولنې سره د نظريو تبادلې وکړې او ورپسې يې په فلسطين کې په جلا جلا ډول له ولسمشر محمود عباس، صدراعظم او خارجه وزير سره خبرې اترې وکړې. هغه وويل، چې د چين حکومت د منځني ختيځ مسئلې په اړه څلور فقره ييز دريځ لري.

(( لومړی، د خبرو اترو له لارې د منځني ختيځ مسئلې له سياسي حل څخه ملاتړ کوو. دوهم، د مسئلو د سياسي حل د هڅولو په بهير کې غوښتنه کوو چې تاودې سيمه ييزې مسئلې دې په پوره توګه حل شي. درېيم، چين هيله لري چې د منځني ختيځ د تودو مسئلو په حل و فصل کې فعال ګډون وکړي او لا اغېزمن رول ولوبوي. څلورم، پر دې ټينګار کوو چې د رئيس شي جين پينګ له خوا وړاندې شوی د يو کمربند او يوې لارې پلان او د ورېښمو لارې بيا ابادي ډېر مهم ارزښت لري. ))

ښاغلي ګونګ شياو شنګ دې ته اشاره وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د نړيوالو حالاتو او نړيوال اقتصاد د پرمختګ له تمايل سره سمون خوري. د منځني ختيځ سيمې اقتصادي همکارۍ، له جګړو وروسته بيا رغونې او اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ته اړتيا لري، د يو کمربند او يوې لارې پلان همدغسې فرصتونه جوړ او برابر کړي دي چې دا نه يوازې اقتصادي بلکې ژور سياسي ارزښت لري. د يو کمربند او يوې لارې ابادي به د منځني ختيځ مسئلې د حل و فصل لپاره د چين له مهمو خدمتونو څخه وګرځي.

(( د ورېښمو لارې بيا سمسورتيا د سولې لارې، د مدني او ټولنو ترمنځ تګ راتګ لارې، د سوداګرۍ لارې او د دوستۍ لارو بيا ابادي ده، د جګړو، نيولو او خونړيو نښتو لاره نه ده، نو دا بايد د نړيوالې ټولنې د ګډ کوښښ لوری وي. دا د چين لار ده، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو لار ده او د نړيوالې همکارۍ لاره هم ده. ))

ګونګ شياو شنګ وويل، چې چين له اړوندو خواوو سره د منځني ختيځ مسئلې په اړه د نظريو تبادلې او د دريځونو همغږي کړې او کوي يې، او د منځني ختيځ د سولې خبرو اترو د هڅولو لپاره يې خدمتونه کړي او کوي يې. که فلسطين او اسرائيل خبرې اترې وغواړي، چين به په فعاله توګه وهڅوي. که د دوی ترمنځ توپيرونه لا هم شتون لري، چين به دواړه خواوې وهڅوي چې د خبرو اترو لوري ته وګرځي. دا به د فلسطين او اسرائيلو د انتخابونو سره سم پريکړه وشي. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې چين نه يوازې پر دې ټينګار کوي چې سياسي حل د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د مسئلې د حلولو يوازنی انتخاب دی، بلکې دوی ته يې هيله منه نښه وړاندې کړې.

(( زما په اند اوس چين د ټينګې همکارۍ يادونه کوي، په تيره بيا د يو کمربنداو يوې لارې غوښتنه، د دې پر مختګ لپاره بايد ګامونه پورته کړو، د سولې د خبرو اترو په لور بايد پرمخ ولاړ شو، دغه راز نړيواله همکاري به رامنځه شي، نه يوازې له چين سره بلکې د نړۍ له نورو هېوادونو سره به د ورېښمو لارې د بيا سمسورتيا په برخه کې ډېرې همکارۍ تر سره شي، دا به د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، د بېکارۍ مسئلې د حل لپاره به ګټوره وي. نښتې او بنديزونه نه هڅوو، د سولې او همکارۍ په لور پرمختګونه هڅوو. زما په اندچين د هر تېر وخت په پرتله اغېرمن دی. ))

د منځني ختيځ مسئلې په اړه د چين ځانګړی استای ګونګ شياو شنګ وويل، هغه هېوادونه زيات شوي چې دا يې څرګنده کړې چې د چين دريځ برابر، منطقي او معقول دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای