د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياندې هوا چون اينګ د می په ٣١مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين په همدې ورځ د افغانستان په پلازمينه د سفارتونو پر سيمې بمی بريد وغانده ، خو تر اوسه پورې يې په دې هېواد کې د چيني تصديو کارکوونکو او اتباعو ته د مرګ ژوبلې په باب معلومات نه دي تر لاسه کړي.
د خبر له مخې د همدې ورځې په سهار د افغانستان په کابل کې د سفارتونو پر سيمې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله څلور سوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.وياندې هوا چون اينګ وويل چې د معلوماتو له مخې د يادې چاودنې له امله په دې هېواد کې د چين سفارت ته لږ څه زيانونه رسيدلي دي،خو له نيکمرغه کارکوونکو ته زيانونه نه دي رسيدلي. د چين حکومت به له اوسني حالاتو سره سم په دې هېواد کې د اړوندو چيني کارکوونکو د خونديتوب لپاره تدبيرونه ونيسي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |