د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت خبر ورکړ، چې د مې د ۳۱ مې نېټې په سهار په کابل کې د سختې چاودنې له امله ۶۴ کسان وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپيان شوي دي.
دغه چاودنه د کابل په وزير اکبرخان کې وشوه. د يوه عيني شاهد له قوله چاوديدونکي توکي د اوبو په يوه ليږدوونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او د چاودنې له امله يو شمېر موټرونه او ودانۍ ويجاړې شوې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په همدې ورځ يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين په کلکه دغه چاودنه غندي او د ټپيانو او د قربانيانو کورنيو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي. چين د هر ډول تروريزم مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې سره يوځای به د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |