CRI Online

د م م سرمنشي په افغانستان کې د ترهګريزې پيښې سخته غندنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 08:53:55

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس د مې په ۳۱مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره په کابل کې د ترهګريزې پيښې سخته غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې له ترهګرۍ او تندلارۍ سره مبارزه بايد پياوړې شي.

په اعلاميه کې راغلي چې پر بي ګناه خلکو بريد د انسانانو د حقوقو او د بشري مرستو له نړيوال قانون څخه سرغړونه ده او هيڅ دليل نه شته چې له دغه جرم څخه مجرم دنده وژغورل شي. بريدګرو ته بايد قانوني سزا ورکړي شي.

ګوټريس په اعلاميه کې په بريد کې د وژل شويو کسانو کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړه او هېله يې ښودلې چې ټپيان ژر جوړ شي. هغه وويل چې م م به د افغانستان د خلکو او حکومت ملاتړ وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای