CRI Online

د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو په برخه کې به زياتې پروژې بشپړې شي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 10:39:12

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د مې په يو دېرشمه نېټه وويل، د پاکستان د شاهيوال برېښناکوټ لومړۍ برخه په دې وروستيو کې په کار ولوېده، له دې څخه څرګندېږي چې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو په برخه کې يو لړ پروژې بشپړې شوي او په راتلونکې کې به لا زياتې پروژې په کار ولوېږي.

د مالوماتو له مخې، د شاهيوال برېښناکوټ لومړۍ برخه په تيره اوونۍ کې په کار ولوېد. د پاکستان صدراعظم نواز شريف د دې برخې د په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. دغه برېښناکوټ به سيمه ييزو وګړو ته درې زره دندې برابرې کړي او کابو يو مليون ځايي وګړو ته به ګټې ورسوي.

هوا چون ينګ وويل، د شاهيوال برېښناکوټ د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادولو په ساحه کې د انرژۍ په هکله مهمه پروژه ده. اوس په دې دهليز کې د انرژۍ په اړه اوولس مهمې پروژې په پلان کې دي او تر اوسه پورې يوولس پروژې پيل شوې دي. په راتلونکې کې به د انرژۍ په هکله يو لړ پروژې بشپړې شي او د پاکستان ګڼ شمير وګړو ته به ګټې ورسوې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای