CRI Online

په سريلانکا کې د سيلابونو او د غرونو د ښوئيدو له امله دوه سوه او دوه تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 10:57:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سريلانکا له مصيبتونو سره د مقاومت ادارې د مې په يودېرشمه نېټه وويل، د سيلابونو او د غرونو د ښوئيدو له امله دوه سوه او دوه تنه وژل شوي، شپږ نوي تنه ورک او درې شپېته تنه ټپيان دي.

د سريلانکا له مصيبتونو سره د مقاومت ادارې يو چارواکي د مې په يو دېرشمه نېټه وويل، له دغه مصيبتونو سره د مقاومت کارونه کافي نه دي. که څه هم د هوا پېژندنې ادارې وړاندوينه کړې وه او حکومت خطرناکو سيمو ته خبرداری هم ورکړی و، خو دغه مالومات په پوره او اغېرمنه توګه ځايي وګړو ته نه وو رسېدلي.

د مې له شپږويشتمې نېټې څخه راپدېخوا، د سريلانکا په لوېديځو او جنوبي څوارلسو سيمو کې سخت بادونه او بارانونه رامنځته شوي، دا د دوه زره او درېيم کال وروسته په سريلانکا کې پېښ شوي تر نورو سخت مصيبتونه دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای