د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کرد وسلوالو په مشرۍ سوري ديموکراتيکو ځواکونو د مې په ۳۱مه نېټه وويل، چې دوی په سوريه کې د داعش ډلې عمده اډې رقې ته نژدې شوي دي.
د نوموړو ځواکونو وياند په همدې ورځ وويل،چې دغو ځواکونو خپلې جنګي کرښې له ختيځ او شمال څخه د رقې ورڅېرمو ته نژدې کړي چې په جلا جلا توګه د رقې له ښاري مرکز څخه ۷ او ۵ کيلومتره ليرې دي، لويديځه جنګي کرښه د رقې له ښاري مرکز څخه ۱۵ کيلومتره ليری ده.
سوري ديموکراتيکو ځواکونو د روانې مياشتې په لومړيو کې مهمه علاقه داري تبقه او شاو خوا يو مهم د اوبو بندر ونيول، دغه راز د رقې شاو خوا د دوی له خوا د محاصرې په حال کې ده.
په عين وخت کې د داعش ډلې پر وسلوالو د سوريې د اردو پوځي عمليات هم روان دي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |