CRI Online

روسيې او او د نفتو برابرونکو هېوادونو ډلې (OPEC) د نفتو د توليدي اندازې په کموالي موافقه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 11:49:14

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې صدراعظم دميتري مدويديف د مې په يو دېرشمه نېټه په مسکو کې د نفتو برابرونکو هېوادونو ډلې له سرمنشي محمد بارکيندو سره د ليدنې په ترڅ کې وويل، روسيه د نفتو برابرونکو هېوادونو له ډلې سره د همکارۍ په باب راضې ده.

ښاغلي مدويديف وويل، په دې وروستيو کې روسيې د نفتو برابرونکو هېوادونو له ډلې سره همکارۍ پياوړې کړي دي، دا د نفتو په بازار کې د بېلا بېلو خواوو د متوازاني کېدو لپاره ډېرې ګټورې دي.

د پروسږ کال د نومبر په دېرشمه نېټه، د نفتو برابرونکو هېوادونو د يو تړون په لاسليکولو سره پرېکړه وکړه چې د اومو نفتو د برابرولو اندازه په هره ورځ کې يو مليون او دوه سوه زره بيلره کمه کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای