CRI Online

د مونباسا او نايروبي ترمنځ د اورګاډي لار پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 15:32:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د می په ٣١مه نېټه د کنيا د مونباسا او نايروبي ترمنځ د اورګاډي لار چې د لو چياو په نوم د چين شرکت له خوا جوړه شوې، پرانيستل شوه.د دې لارې د بشپړېدو له امله د کنيايانو د اورګاډي خوب رښتيا شو او ور څخه څرګنديږي چې په ختيځۍ افريقا کې د اورګاډي شبکې او د سيمو د يو ځای کېدو چارو مهم ګام پورته کړی دی.

(اواز...........) د همدې ورځې په سهار د دې اورګاډي لارې د پيل سټېشن پر وړاندې ميدان کې رنګه رنګ بېرغونه ځړيدلي وو او د ډول اواز په هوا کې څپې وهلې.کنيايانو د ملي جامې په اغوستلو سره د دې تاريخي وخت د رارسېدو لپاره سندرې ويلې او نڅاوې يې کولې.

ددې لارې اوږدوالی څلور سوه دوه اويا کيلو متره دی چې د ختيځې افريقا له لومړی لوی بندر مونباسا څخه د کنيا تر پلازمينې نايروبي پورې غزېدلې او د چين د لو چياو په نوم د شرکت له خوا جوړه شوې ده.د ٢٠١٣ کال د اګيست په ١٩مه نېټه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د دې هېواد ولسمشر د دې لارې د جوړېدو پيسو د راغونډولو په هکله د ياددښت لاسليکولو شاهدان وو .د ٢٠١٤ کال کې د دسمبر په دوولسمه نېټه دغه پروژه په رسمي توګه پيل شوه چې د قررداد ارزښت يې درې مليارډه اته سوه څلور مليونه امريکايي ډالرو ته رسيدلی او نوی سلنه پورونه د چين د صادراتي او وارداتي بانک له خوا ور کړی شوي دي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ځانګړي استازي او د دولتي شورا غړي وانګ يونګ د دې لارې د پرانيستلو په مراسمو کې د رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د اورګاډي لارې د پرانيستلو په مناسبت توده مبارکي وويله .د دې هېواد ولسمشر کنياتا په همدې ورځ له دې اورګاډي څخه استفاده وکړه.وانګ يونګ په دې مراسمو کې وويل (اواز...........) رئيس شي جين پينګ د دې لارې پر بشپړېدو پر خوښ دی او مبارکي در ته وايي.دغه لار د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز د پلي کولو او په جنيسبورګ کې د چين او افريقا ترمنځ په همکاريز فورم کې د لسو لويو همکاريزو پلانونو يوه مهمه لاسته راوړنه ده او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ يوه نمونه هم ده.د دې ترڅنګ د چين او کنيا ترمنځ د دوستۍ د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو پر بنسټ د همکارۍ نتيجه هم ده.

هغه زياته کړه چې د دې لارې د بشپړېدو له امله به د کينيا او د دې سيمې هېوادونه پرمختګ ومومي او د افريقا د صنعتي کېدو بهير پر چټکتيا،په افريقا کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز پر پلي کولو او افريقايانو ته پر ګټو رسولو اغيزه هم وکړي.هغه وويل(اواز.........) چين غواړي چې له کينيا سره يو ځای د دې لارې د پرانيستلو پر مهال په هر اړخيزه توګه د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې پلې کړي او په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د وړانديز او د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم په چوکاټ کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري پياوړې کړي تر څو د دواړو هېوادونو خلک ترې ګټه واخلي او د متقابلو ګټو پربنسټ د دواړو هېوادونو ګډ پرمختګ وموندل شي.

دا له اوږدې مودې راهيسې د کنيايانو خوب دی چې د اورګاډي د نوې لارې د جوړېدو له لارې د کنيا د صنعتي کېدو بهير پرمخبوزي.د دې هېواد ولسمشر کينيايا په يادو مراسمو کې وويل چې کينيا غواړي چې د دې لارې د پرانيستلو په رڼا کې له چين سره د هر اړخيزو ستراتيژيکو همکاريو اړيکې ټينګې کړي.هغه وويل (اواز.........) نن ورځ پنځه څلوېښت مليونه کنيايان زمونږ له ګاونډي هېواد سره يو ځای دا د اهميت وړ ورځ لمانځي . غواړم چې د ښاغلي وانګ يونګ له لارې له رئيس شي جين پينګ او چينايانو څخه مننه او ملاتړ څرګند کړم.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای