CRI Online

د روغتيا نړيواله غونډه پای ته ورسيده

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 15:32:34

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا د ۷۰مې دورې نړيواله غونډه د مې په ۳۱مه نېټه په ژنيو کې پای ته ورسيده. په دې غونډه کې د اتوپيا تډروس ادهانوم ګيبريسوس د روغتيا د نړيوال سازمان د نوي عمومي مدير په توګه وټاکل شو. د غونډې ګډون کوونکي د ويکټور په وسيله د خپرېدو ناروغيو د کنترول، د غير ساري ناروغيو د مخنيوي او د کيمياوي توکيو د ادارې په شمول د زياتو مسئلو په اړه د نظريو يووالي ته ورسيدل.

۵۲ کلن تډروس په ۱۹۴۸ کال کې د روغتيا نړيوال سازمان د جوړېدو راهيسې لومړی عمومي مدير دی چې له افريقا څخه راغلی دی. نوموړي له انتخابېدو وروسته وويل، چې هغه به د ټولو خلکو د روغتيا، له بېړنيو طبي پېښو سره د مبارزې، د ښځو، ماشومانو او ځوانانو د ګټو، پر روغتيا د اقليم او چاپيريال د اغېزو د مخنيوي او د روغتيا نړيوال سازمان د بشپړوالي په شمول پنځو برخو کې د روغتيا نړيوال سازمان کارونه پياوړي کړي. د ده د ماموريت موده به د جولای په لومړۍ نېټه پيل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای