د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د جون په لومړې نېټه د شينجيانګ د بشري حقوقو د پرمختګ سپين کتاب په خپرولو سره دې ته اشاره وکړه چې د ملي لږکيو ژبې د شينجيانګ د ماليې، ادارې، تعليم، مطبوعاتي چارو، راډيو، تلويزيون، انټرنيټي شبکې او ټولنيزو چارو کې په پوره توګه تر استفادې لاندې دي.
د دې سپين کتاب سره سم، تر اوسه پورې د شينجيانګ ديارلسو مطبعو په اويغوري، قزاقي، قيرغيزي، مغولي او سيبويي ژبو يو سل او لس ورځپانې چاپې کړې دي. د شينجيانګ ټلويزيون هره ورځ په اويغوري، هان، قزاقي او قيرغيزي ژبو دوولس خپرونې لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |