د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ماشومانو د ژغورنې سازمان د مې په يو دېرشمه نېټه وويل، په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه اوه سوه مليونه ماشومان په ناروغيو او جنګونو کې پاتې دي چې له امله يې له زده کړو محروم دي.
د دې سازمان د تازه راپور سره سم، په يو سل او دوه اوياوو هېوادونو کې، د هغو ماشومانو د ژوند حالات تر نورو سخت دی چې په لوېديځې او منځنۍ افريقا کې ژوند کوي. د پرمختيايي هېوادونو ګڼ شمېر ماشومان په بېوزلو سيمو کې اوسېږي، دوي له طبي خدمتونو، تعليمي شرايطو او او تخنيکي پرمختګ څخه هيڅ ګټې نه اخلي او د بېوزليتوب او تبعيض تر چتر لاندې ژوند کوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |