CRI Online

د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د شينجيانګ د بشري حقوقو چارو د پرمختګ تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 15:53:34

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفنر د جون په لومړې نېټه د شينجيانګ د بشري حقوقو چارو د پرمختګ تر عنوان لاندې سپين کتاب خپور کړ. په دغه سپين کتاب کې د سرليک، د سياست، د اتباعو، اقتصاد، ټولنې، کولتور، چاپيريال حقوقو او په ازاد ډول د مذهبي پيروانو حقوق او د ښځو، ماشومانو، زاړو کسانو او معيوبينو حقوق شامل دي.

په سپين کتاب کې راغلي چې د بشري حقوقو تامينول د انسانانو لټون او د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو په شمول د خلکو د کوښښونو هدق دی. په وروستيو کلونو کې مرکزي حکومت د کمونېست ګوند او هېواد د پرمختګ عمومي حالت ته پاملرنه کړی او کوي يې، د شينجيانګ د اداره کولو ستراتيژي شتمنې او پرمختګ کړي، ټولنيز ثبات او دايمي امنيت د شينجيانګ د کارونو عمده هدف تهدی، پر دې ټينګار شوی چې د قانون له مخې د شينجيانګ اداره شي، په دايمی راتلونکې کې شينجيانګ اباد کړي، د بېلا بېلو قومونو د اتحاد، په ګډه د سمسورتيا او پرمختګ، د خلکو د ژوند د ضمانت او ښه والي، د پرمختګ په بهير کې د بېلا بېلو قومونو د خلکو د ګډون حقوقو د تامينولو او په ګډه د پرمختګ د برياليتوبونو شريکولو لپاره کوښښ کوي او په شينجيانګ کې د بشري حقوقو چارې په پرله پسي ډول پرمختګ ومومي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای