CRI Online

افغان حکومت په کابل کې د ترهګريز بريد پړه پر حقاني شبکې واچوله

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 16:06:15

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنيت ادارې د مې د ۳۱مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره په همدې ورځ په کابل کې د شوي ترهګريز بريد پړه پر حقاني شبکې واچوله.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صيديقي د جون د لومړۍ نېټې په سهار د ټويټر له لارې ياد خبر شريک کړ.

د جون د لومړې نېټې تر سهار پورې د حقاني شبکې ډلې د ياد خبر په اړه هيڅ نه دي ويلي.

د طلوع ټلويزيون د خبر له مخې، د مې په ۳۱مه نېټه د شوې چاودنې له امله لږ تر لږه ۹۰ تنه وژل شوي او ۴۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

خبريال د پېښې له ځای څخه معلومات تر لاسه کړي چې زيات کسان لا هم ورک دي. د سختې چاودنې له امله ورک شوي کسان ښايي مړه شوي وي، او د ځينو ټپيانو حالت هم خراب دی، نو ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای