CRI Online

له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د شينجيانګ د توليداتو ارزښت ۲۴۵.۲ برابره زيات شوی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 16:51:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په لومړۍ نېټه په شينجيانګ کې د بشري حقوقو چارو د پرمختګ او لاسته راړونو په اړه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر لخوا خپور شوي سپين کتاب کې ويل شوي چې له ۱۹۷۸ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د شينجيانګ د توليداتو عمومي ارزښت له۳مليارډو ۹۰۷ مليونو يوانو څخه ۹۶۱ مليارډو ۷۲۳ مليونو يوانو ته زيات شوی او د هر تن په سر توليدي ارزښت له ۳۱۳ يوانو څخه ۴۰۴۲۷ يوانو ته زيات شوی چې دغه دواړه شمېرې په جلاجلا توګه ۲۴۵.۲ او ۱۲۸.۲ برابره زياتې شوې دي.

په سپين کتاب کې راغلي چې د چين ولسی جمهوريت له جوړيدو راهيسې د شينجيانګ د بېلابېلو قومونو په ژوند کې ستر بدلونونه رامنځته شوي. د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې د ۸ مليونو کليوالو اوسيدونکو د څښاک د پاکو اوبو ستونزه حل شوې، ۴۳۹۵ کيلومتره ګړندي سړکونه ، ۷۱۷ کيلومتره ګړندۍ رېلوې او۱۸ ملکي هوايي ميدانونه جوړ شوي دي. دغه راز د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې په ښارونو او ښارګوټو کې د هغو کسانو شمېر چې روزګار يې پيدا کړي ۱۲۶۳۱۱۰۰ تنو ته رسيدلی و او د بې روزګار انډول ۳.۲۲٪ و.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای