CRI Online

شينجيانګ کې د مذهبي ډلو شمېر ۱۱۲ ته رسيږي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-01 17:06:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جون په لومړۍ نېټه په شينجيانګ کې د بشري حقوقو چارو د پرمختګ او لاسته راړونو په اړه د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر لخوا خپور شوی سپين کتاب کې ويل شوي چې اوس په شينجيانګ کې ۱۱۲ مدهبي ډلې شته دې او حکومت له دغو ډلو سره د شرايطو د ښه والي او د رول لوبولو په برخو کې ملاتړ کوي.

په سپين کتاب کې راغلي چې په شينجيانګ کې د ديني عقيدې د ازادۍ تګلاره په هراړخيزه توګه پلې کيږي، عادي مذهبي فعاليتونه د قوانينو لخوا ساتل کيږي او د اتباعو د ديني عقيدې ازادي د قوانينو لخوا تامين کيږي. د شينجيانګ د مذهبي ډلو استازو څو څو ځلې په نړيوالو علمي سمينارونو کې ګډون کړی او د مدرسو ښوونکو او زده کوونکو هم څو څو ځلې د قران لوستلو په نړيوالو سياليو کې جايرې ګټلې دي.

همدارنګه په سپين کتاب کې زياته شوې چې په وروستيو کلونو کې په شينجيانګ کې د ديني افراطيت منفي اغېزه پورته شوې ، د اتباعو د ديني عقيدې د ازادۍ ساتلو په موخه په دې سيمه کې د افراطيت د لرې کولو قانون پلې شوی چې له امله يې د ديني افراطيت نفوذ مخه په اغېزمنه توګه نيول شوې ده.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای