د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د تازه شمېرنې له مخې په کابل کې د مې د ۳۱مې نېټې د موټر بم چاودنې له امله له ۹۰ تنو څخه زيات کسان مړه شوي او ۴۶۱ تنه نور ټپيان دي. د افغانستان د ملي امنيت ادارې پر ځايي وخت د مې د ۳۱مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر حقاني شبکې تور پورې کړ چې دغه بريد دوی طرحه کړی دی. تر اوسه پورې حقاني شبکې د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د المان خارجه وزير سيګمار ګابريل ويلي چې د المان سفارت يو افغان ساتونکی په دغه بريد کې مړ شوی او زيات نور کارکوونکي پکې ټپيان شوي دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د امريکا په سفارت کې لږ تر لږه ۱۱ تنه امريکايان ټپيان شوي. دغه راز، د فرانسې او کاناډا په شمول د زياتو هېوادونو د سفارتونو ودانۍ هم ويجاړې شوې دي. بر سېره پردې، زيات بهرني خبريالان هم ټپيان شوي دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |