د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون په لومړۍ نېټه د بريکس د نوي انکشافي بانک مشر کامات وويل، چې دغه بانک به په راتلونکو دوو کلونو کې په چين کې د يو مليارډو او شپږ سوه مليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پانګې واچوي.
نوموړي په همدې ورځ د سانپيترزبورګ د اقتصادي فورم په ترڅ کې وويل، چې دغه بانک د ټولو غړيو هېوادونو د پروژو په څارلو بوخت دی. د پلان له مخې به سږ کال دغه بانک په غړيو هېوادونو کې له دوه مليارډو او پنځه سوه مليونو څخه تر درې مليارډو امريکايې ډالرو پورې پانګې واچوي. دغه شمېره د تېر کال په پرتله ډېره زياته ده.
نوموړي وويل، چې سږ کال دغه بانک به د بادي انرژۍ، د ښارونو د ابادۍ او د چاپيريال د ساتلو په شمول د چين په لا پراخو ساحو کې يو مليارډ او شپږ سوه مليونه امريکايې ډالره پانګه واچوي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |