د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په لومړې نېټه په سپينې ماڼۍ کې اعلان وکړ چې امريکا به له اقليمي بدلون سره د مقاومت په هکله د پاريس له تړون څخه ځان ګوښه کړي. د امريکا او د بهرنيو هېوادونو بېلا بېلو خواوو د ده د دې عمل پراخه غندنه وکړه.
د امريکا د پيتربورګ ښاروال له دې وروسته په ټويټر کې وويل، د پيتربورګ وګړي به په پر له پسې ډول د پاريس تړون سره سم له اقليمي بدلون سره مقاومت وکړي.
د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په همدې ورځ د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د پاريس له تړون څخه د امريکا ګوښه کېدل ډېره د مايوسۍ وړ خبره ده. زه پر دې باور لرم چې د امريکا يو څو ښارونه، ايالتونه او تجارتي ټولنې به په مداوم ډول د کاربن دوه اکسايد د کموالي لپاره کوښښ وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د جون په لومړې نېټه وويل، چين به له بېلا بېلو خواوو سره يو ځای د پاريس تړون د پلي کولو، د کاربن دوه اکسايد د کمولو او د دوامدار پرمختګ د پوره کولو لپاره کوښښ وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |