CRI Online

 ډونالډټرمپ بيت المقدس ته په اسرائيلو کې د امريکا سفارت ليږدونه وځنډوله

cri     (GMT+08:00) 2017-06-02 10:16:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د امريکا سپينې ماڼۍ د جون په لومړۍ نېټه په خپله اعلاميه کې وويل چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په همدې ورځ بيت المقدس ته په اسرائيلو کې د امريکا سفارت د کډه کولو د ځنډولو پرېکړه وکړه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې ولسمشرډونالډټرمپ پرېکړه وکړه چې په لنډمهالي توګه د بيت المقدس د سفارتونو د قانوني مسودې ځينې مادې اجرا ونه شي ،نو تر هغې به بيت المقدس ته په دې هېواد کې د امريکا سفارت کډه کول وځنډيږي.

په دې اعلاميه کې هم ويل شوي چې د ولسمشر ډونالډټرمپ د دې کړنې عمده موخه د اسرائيلو او فلسطين ترمنځ د سولې تړون د لاسليکولو له لارې د امريکا د دولتي امنيتي ګټو ساتل دي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای