CRI Online

م م به د سمندر تر عنوان لاندې لومړۍ غونډه جوړه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-02 14:13:45

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م د ۷۱مې عمومي اسامبلې رئيس پيتر تومسن د جون په لومړۍ نېټه وويل، چې م م به د جون له پنځمې نېټې څخه تر نهمې نېټې پورې د سمندر تر عنوان لاندې لومړۍ غونډه جوړه کړي، تر څو د سمندر ايکولوژيک چاپيريال د ښه والي او د سمندري چارو د پر له پسې پرمختګ بهير پياوړی شي.

ښاغلي تومسن او د اقتصادي او اجتماعي چارو په اړه د م م د سرمنشي مرستيال وو هونګ بو په همدې ورځ يوه مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. ښاغلي وو وويل، چې د م م له ۱۹۳ غړيو هېوادونو څخه به د لسګونو مشرانو او اوياوو وزيرانو په شمول څه ناڅه ۵۰۰۰استازي پکې برخه واخلي. برخوال به يوه عملي اعلاميه خپره کړي او د سمندر د ککړتيا د مخنيوي، د ايکولوژيک چاپيريال د ساتنې، د سمندري اوبو د تريو کېدو د مخنيوي، د کب نيوونکو چارو د پر له پسې پرمختګ او د سمندر په اړه د علمي څيړنو يو لړ غونډې جوړې کړي او راپورونه به يې خپاره کړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای