CRI Online

د امريکا په دننه کې زياتو خواوو د پاريس له تړون څخه د متحدو ايالتونو له وتلو سره مخالفت څرګند کړی.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-02 14:27:19

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې امريکا د پاريس له تړون څخه وځي. د امريکا په دننه کې زياتو خواوو له دغه عمل سره مخالفت څرګند کړی. د امريکا پخواني ولسمشر بارک اوباما، د کاريفورنيا والي او د نورو شپږو ښارونو ښاروالانو د نوموړي عمل غندلی دی.

د لوسانګيليس، نيويارک، سالت ليک سيټي او پيتزبورک په شمول د امريکا له شپېتو څخه د زياتو ښارونو ښاروالانو د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره د ټرمپ له دغه عمل سره مقابله روانه کړې. له اعلاميې څخه راغلي مالومات ښيي چې داسې ښاروالان به د ۳۶مليونو امريکايانو په استازيتوب د پاريس تړون ومني او خپله ژمنه به پلې کړي. که څه هم د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر پريکړه کړې ده چې امريکا له دغه تړونه ووتله، خو د امريکا ياد ښارونه به له نړيوالې ټولنې سره نژدې تماس ونيسي او د کرې د ساتنې او د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره به ګډ کوښښونه وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای