د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فليپين خبري رسنيو خبر ورکړ چې د جون د دوهمې نېټې سهار وختي د يو بريد وروسته په يو هوټل کې شپږ دېرش جسدونه پېدا شوي. د لومړنۍ پلټنې سره سم، ښايي دوی د اورلګېدنې له امله وژل شوي وي.
د فليپين د پوليسو ادارې مشر ديلا روسا د دوهمې نېټې په سهار د دې خبر پخلی وکړ چې يو بريدګر د مانيلا د ريسورس هوټل پر قمارخانې له ډزو کولو وروسته ځان ته اور ورکړ. د دې پېښې له امله په دې قمارخانه کې څلور پنځوس تنه ټپيان شول او له دې وروسته د هوټل په نورو پوړونو کې شپږ دېرش جسدونه پېدا شوي دي.
د پوليسو په اند، دغه پېښه ترهګريزه پېښه نه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |