CRI Online

د څو هېوادونو شخصيتونو د شينجيانګ د ټولنيزو علومو په اکاډمۍ کې د تندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون ضد د مبارزې په اړه تجربې سره تبادلې کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-02 15:25:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې چين ته د مشهورو شخصيتونو د سفر په اړه څلورم پلاوی څو ورځې مخکې د شينجيانګ د ټوليز علومو له اکاډمۍ څخه ليدنه وکړه. د ترکيې، مصر،اردن، افغانستان او سودان په شمول د ځينو هېوادونو څخه راغلو۱۳ شخصيتونو د تندلارۍ، ترهګرۍ او بېلتون ضد د مبارزې په اړه له شينجيانګي کارپوهانو سره د نظريو تبادلې وکړې. دوی د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې د شينجيانګ کوښښونه او تر لاسه شوي برياليتوبونه وستايل.

د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسې، د ترهګرۍ، تندلارۍ او بېلتون غوښتنې دريو ځواکونو په شينجيانګ کې د چاودنې او پټوژنې په شمول يو لړ ترهګريز بريدونه کړي او کوي يې چې د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړيو ته يې د سر او مال سخت زيانونه رسولي دي.

په دې غونډه کې د سودان د عامو افکارو ورځپاڼې د سياسي چارو عمومي مدير فاتح الرحمن خپلې پوښتنې داسې وړاندې کړې

((د شينجيانګ ترهګری د اسلام له امله رامنځته شوې؟ ايا د اسلامي دين په يادولو سره به ترهګري يادېږي؟ او بل دا چې د شينجيانګ د مسلمانانو د ژوند او مذهبي حق څرنګه دی؟))

د شينجيانګ د علومو اکاډمي د مذهبي چارو څېړوونکي ما پين يان چې په شينجيانګ کې د مذهبی عقيدې د ازادۍ حالت په اړه د سپين کتاب له طرحه کوونکو څخه هم دی، داسې ځواب ورکړ چې په شينجيانګ کې هېڅوک د مذهبي عقيدې له امله له ناعادلانه چلند سره مخ نه دي. ده وويل

((په شينجيانګ کې د بېلا بېلو قومونو مذهبونه عادلانه حقونه لري. د ډول ډول مذهبي دينونو عقيده لرونکي هم د مذهبي عقيدې ازادي لري. مسلمانان په شينجيانګ کې د نورو مذهبي دينونو په نسبت زيات دي، دوی په پوره توګه قانوني حقونه لري. په مسئولانه توګه وايم چې په شينجيانګ کې هېڅوک د مذهبي عقيدې له امله له ناعادلانه چلند سره مخ نه دي. ))

د چين د ښه ګاونډيتوب په توګه، افغانستان د تندلارۍ او ترهګرۍ له سختو ننګونو سره مخ دی. د افغانستان د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وغوښتل چې د ترهګرۍ ضد د مبارزې په برخه کې د شينجيانګ مشخص تدبيرونه وپېژني. ښاغلي ما پين يان په دې اړه وويل، شينجيانګ د ترهګرۍ ضد کلکه مبارزه کړې او کوي يې. شينجيانګ د دغه ذهني بنسټ له منځه وړلو ته ډېره پاملرنه کړې او د مذهبي تندلاري پر پاکولو ټينګار کړې، په عين وخت کې شينجيانګ د وګړيو لخوا د مالوماتو د راغونډېدو په وسيله د ترهګرۍ ضد اغېزمنه مبارزه کوی. ده وويل

((د وګړيو لخوا د مالوماتو راغونډېدل د ترهګريزو ډلو د له منځه وړلو لپاره مهمه وسيله ده. د وګړيو په کوښښونو سره اوس د قضيو د چلولو اندازه ۹۷ سلنې ته رسېدلې ده. نو ښکاري چې په وروستيو کلونو کې شينجيانګ کې د زورزياتي کړو وړو د پېښېدو انډول ټيټ شوی دی. د پاملرنې وړ دا ده چې په بنسټيزه توګه د ترهګريزو عملياتو د له منځه وړلو کليدي ټکی د شينجيانګ د اقتصاد پرمختګ کول او د بېلا بېلو وګړيو د ژوند سويې لوړوالی دی. ويل کېږي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې مو د وګړيو ملاتړ تر لاسه کړی دی. ))

د غونډې په پای کې د ترکيې د راډيو او ټلويزيون کميسيون جګپوړي غړي نورلله ازتورک د شينجيانګ او ترکيې تر منځ د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا هيله وښودله.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای