د روانې میاشتې په ۲ نیټه په کابل کې لوی لاریون پیښ شو او لاریون کوونکو له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د هیواد د امنیت د ضمانت لپاره اړین تدبیرونه ونیسي. لاریون ورپسی په اخ وډب واوښت چې مرګ ژوبلې هم رامنځته شوي دي.
د همدې ورځې په غرمه سلګونو لاریون کوونکو ارګ ته د نږدی کیدو پر مهال له پولیسو سره شخړه وکړه. پولیسو د اوبو ټوپکو او ډزو په وسیله د دوی مخه ونیوله.
د خلکو داسی اندیښنه شته چې حکومت د پایتخت د امنیت د ضمانت توان لري او که نه چې د یاد لاریون سبب هم شوی دی.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |