CRI Online

د م م امنيت شورا يو ځل بيا د شمالي کوريا په اړه پرېکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-03 15:55:30

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د م م امنيت شورا د جون په ۲مه نېټه د يو پرېکړه ليک په خپرولو سره د شمالي کوريا د توغندي د توغولو سخته غندنه وکړه او نور زيات اړوند کسان او تصدۍ د بنديزونو په ليست کې ټاکل شوي دي.

په ياد پرېکړه ليک کې ويل شوي چې د کوريا ټاپووزمې او د شمال ختيځې اسيا د سولې او ثبات ساتنه ستر اهميت لري.امنيت شورا غواړي په سوله ييزه توګه له سياسي لارې مسئلې حل کړي.هرکلی کوي چې د امنيت شورا غړي هېوادونه او نور هېوادونه د خبرو اترو له لارې سوله ييزه لايحه تر لاسه کړي.

په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي په خپله وينا کې وويل چې له ياد پرېکړه ليک څخه د نړيوالې ټولنې دريځ څرګندېږي چې د شمال کوريا د توغندي له توغولو سره مخالفت کوي.چين له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې په هراړخيزه او بشپړه توګه دغه پرېکړه ليک پلی کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای