د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران ورځپاڼې د جون په دوهمه نېټه خبر ورکړ چې د اټومي انرژۍ نړيوالې اېجنسۍ په همدې ورځ د يوه راپور په خپرولو سره بيا دا تائيد کړه چې ايران د ذروي تړون سره سم خپلې ژمنې پلې کړې دي.
په دغه راپور کې راغلي چې د مې تر ۲۷مې نېټې پورې په ايران کې د ټيټ خالصوالي يورانيوم وزن ۷۹.۸ کيلوګرام دی چې دغه شمېر په ذروي تړون کې له ټاکل شوي سويې يعنې ۲۰۲.۸کيلوګرام څخه کم دی. بر سېره پردې، د يادو يورانيومو خالصوالی د تړون له سويې يعنې ۳.۶۷٪ څخه هم ټيټ دی. دغه راز، د مې تر ۱۶مې نېټې پورې په ايران کې د درندو اوبو وزن ۱۲۸.۲ټنه دی چې دغه شمېر هم د تړون له سويې يعنې ۱۳۰ ټنو څخه ټيټ دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |