د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د شانګريلا ډيالوګ ۱۶مه غونډه د جون په ۲مه نېټه په سينګاپور کې پرانيستل شوه. د چين د ولسي ابادۍ بښونکې اردو د پوځي علومو اکاډمۍ مرستيال هه لې د يو هئيت په مشرۍ په دغه غونډه کې برخه اخيستې. برخوال به د اسيا او ارام سمندر سيمې په وړاندې د ذروي ګواښ، د امنيتي همکارۍ د نوي موډل، په دفاعي چارو کې د نويو تکنالوژيو د کارولو او په سمندر کې د شخړو د مخنيوي په باب بحث وکړي.
د معلوماتو له مخې، دغه غونډه به د جون له ۲مې نېټې څخه تر ۴مې نېټې پورې په سينګاپور کې تر سره شي او د ۲۲ وزيرانو، د ۱۲ هېوادونو د اردو مشرانو او د ۳۹ هېوادونو د عالي رتبه پوځي چارواکو او کارپوهانو په شمول استازي پکې ګډون کوي.
د شانګريلا ډيالوګ رسمي نوم د اسيا د امنيت سرمشريزه غونډه ده چې له ۲۰۰۲م کال څخه هر کال د بريټانيې د نړيوالې ستراتيژۍ اکاډمۍ لخوا د سينګاپور د حکومت تر ملاتړ لاندې تر سره کېږي. څرنګه چې دغه غونډه تل د سينګاپور د شانګريلا په نوم هوټل کې تر سره کېږي، نو د شانګريلا ډيالوګ په نوم يادېږي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |