CRI Online

د افغانستان په پلازمينه کابل کې د مسلسلو چاودنو له امله دېرشو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-04 15:15:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان په پلازمينه کابل کې د جون د ۳مې نېټې له غرمې نه وروسته مسلسلې چاودنې وشوې چې له امله يې لږ تر لږه ۱۲تنه مړه شوي او ۱۸تنه نور ټپيان دي. د افغانستان د طلوع ټلويزيون د خبر له مخې، يادې چاودنې د کابل په شمالي برخه کې شوې او لږ تر لږه درې تنو ځانمرګي بريدګرو پکې ګډون درلود. د چاودنو د پېښېدو په وخت کې ځايي اوسيدونکو د کابل په هغه لاريون کې د مړه شويو کسانو د جنازې په مراسمو بوخت وو، کوم چې د جون په ۲مه نېټه تر سره شوی و.

د معلوماتو له مخې، د کابل اوسيدونکو د جون په شپږمه نېټه د هېواد د امنيت د ساتلو په هکله لوی لاريون او مظاهره وکړه او په ترڅ کې يې شخړې وشوې چې لږ تر لږه ۵ تنه پکې ووژل شول.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای