CRI Online

د لندن په ترهګريزو بريدونو کې شپږ تنه وژل شوي او درې شکمن کسان هم وژل شوي دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-04 15:23:18

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريټانيې پوليسو پر ځايي وخت د جون د ۴مې نېټې په سهاروختي وويل، چې د جون په درېيمه نېټه په لندن کې د دوو ترهګريزو بريدونو له امله لږ تر لږه ۶تنه مړه شوي او درې شکمن کسان د پوليسو لخوا وژل شوي دي.

د لندن پوليسو د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې يو پوليس هم سخت ټپی شوی. د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې لږ تر لږه شل تنه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو پوليسو د دې خبر پخلی نه دی کړی.

د معلوماتو له مخې، د جون د ۳مې نېټې په شپه د لنډن په پل، دغه پل ته نژدې په يو بازار او د لندن په جنوب لويديځي برخه د واوکهال په سيمه کې په پر له پسې توګه درې بريدونه وشول. اوس پوليس تائيد کړه چې مخکيني دوه بريدونه ترهګريز بريدونه دي او د واوکهال په سيمه کې د چړې په وسيله بريد له نورو دوو بريدونو سره تړاو نه لري.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای