CRI Online

د پاکستان پوځ په بلوچستان ايالت کې دوولس وسله وال ووژل.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-05 08:49:17

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پوځ د جون په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې څو ورځې مخکې يې په بلوچستان کې د وسله والو د پاکولو په عملياتو کې دوولس وسله وال ووژل. د پاکستان د اردو مطبوعاتي ادارې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان امنيتي پوځ د بلوچستان د ماستونګ په سيمه کې د وسله والو د پاکولو عمليات تر سره کړل او په ترڅ کې يې له هغو وسله والو سره جګړه وکړه چې په يو غار کې پټ وو. د دغې جګړې له امله دوولس وسله وال وژل شوي او د امنيتي پوځ پنځه سرتيري ټپيان دي.

د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې، ياد وسله وال د داعش ډلې غړي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای