د سين هوا اژانس د جون په ۴مه نيټه د سوريې پوځ په قول خبر ورکړ چې د سوريې پوځ په همدې ورځ د دغه هېواد په شمال د حلب ولايت په ختيځه برخه کې د داعش مهمه چوڼۍ يعنی مسقنی تر کنټرول لاندې راوستې ده.
د يو پوځي افسر په حواله د سوريې پوځ مسقنی، يو شمېر کلي او د دوو اوبو بندونو په شمول يو شمېر مهم بنسټيز تاسيسات نيولي او د اورپکو لخوا ايښودل شوي مايونه يې پاک کړي دي.
د سوريې د خبري اژانس د يو بل خبر له مخې، د دغه هېواد پوځ هم په منځنۍ او ختيځه برخه کې پر داعش پوځي عمليات لاس پورې کړي او د اورپکو يو شمېر وسله وال تجهيزات يې ويجاړ کړي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |