د سين هوا اژانس د جون په ۴مه نيټه د ځايي رسنيو په قول خبر ورکړ چې د افغانستان د ملي امنيت رياست د کابل د هغو مسلسلو چاودنو په اړه ۱۲ تنه شکمن کسان نيولي دي چې د روانې مياشتې د ۳مې نيټې په مازديګر پېښې شوې. د دغو چاودنو په ترڅ کې لږ تر لږه ۳ تنو بريدګرو د تدفين په مراسمو کې پر خپل ځان تړلي چاودېدونکي توکي وچاول.
د خبر له مخې، د يادو مسلسلو چاودنو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل او ۸۷ تنه نور ټپيان شوي دي. د افغانستان د اجراييه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په شمول زياتو سياست والو هم په يادو مراسمو کې ګډون کړی و، خو له نيکمرغه ورته زيان و نه رسېد.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |